سیاست

فضل هادي مسلميار د کو نړ ولايت له سپين ږيرو سره و کتل.

کابلباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه

دکونړ ولايت يو شمير سپين ږيرو د ولسي جرګې دغړى حاجى سخي مشواڼي په ملګرتيا دمشرانو جرګې له رئيس فضل هادي مسلميار سره په کتنه کې په دغه ولايت کې دپا کستان د توپچى پوځ د بريدونو له ا مله دسر درسيدلو زيا نونو اومالى تاوانونو په باب دخپلو سترګو ليدلى حال بيان کړ .

 په دې کتنه کې چې سناتوران حافظ عبدالقيوم او هدايت الله احمدزي هم حاضر وو د کونړ ولايت سپين ږيرو وويل چې له زياتى مودىې را په دې خوا د کونړ ولايت په بيلا بيلو سيمو دپاکستانى پوځيا نو له خوا ددندرو وسلو پرله پسې ډزې کيږي چې له ا مله يې ددغه ولايت يوشمير خلکو ته مرګ ژو بله او ښتې ده اود مالى تاوانونو اودځنګلونو په سوځيدوسربيره يوزيات شمير کورني داستوګنې له سيمو څخه وتلى دي او خلک دپريښانى په حالت کې شپې سبا کوي .

دوى دافغانستان په حريم دپاکستان دغه څرګند په ډاګه او بيا بيا تيري وغندل او ددغو پيښو په وړاندى يې د حکومت په نه اجرا ا تو او په تير بيا د ولايتي مسولينو په بي تو پيري انتقاد وکړ اودپاکستاني ځواکونو دپرمختګ اود هيواد په سرحدى سيمو د هغوى دځاى پرځاى کيدو په باب يې معلومات ورکړل اودکونړ ولايت ددانګام اوناړي په ولسواليو کې دهيواد دځمکني بشپړ تيا ددفاع په لاره کې چې زيات زيانمنونکى دى دملي اردو ديو کنډک دځاى پرځاى کيدو غوښتنه و کړه او هم يې ددغو بريدو نو له ا مله د زيانمنو شويو کسانو دپيغام دليږدونې په لاره کې دهيواد د مشرتا به له مقا ما تو سره د کتنې غو ښتنه  وکړه .

 په دې کتنه کې د مشرانو جرګې رئيس په داسې حال کې چې دپاکستان راکټي بريدونه وغندل وويل چې د مشرانوجرګه تل د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او څوځلې يې داعلا ميو په صادرولو سره دپا کستان شرموونکى عملو نه غندلى دي اوهم يې دکونړ ولايت دمقاويمو خلکو اودنورو زيانمنوشويوولايتونو د  خلکو غږ يې نړيوالو ته رسو لى دي .

مسلميار له دوى سره ژمنه وکړه هلې ځلې کوي چې ددغه ولايت دخلکو دپيغام دليږدونې لپاره د جمهوري رياست له لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم اوله نورو دولتي چاروا کو سره ددوى د کتنې زمينه برا بره کړي .

دغه راز فضل هادي مسلميار د ننګرهار ولايت د شينوارو دسيمې د غني خيلو له جهادي قوماندانانو ، مشرانو اوعالمانو سره په جلا توګه و کتل .

دوى دملي امنيت د لوى رياست له خوا دځينو بي ګناه خلکو د نيول کيدو يادونه و کړه اود هغوى د خلاصون غوښتنه يې و کړه.

 دسنا مجلس رئيس د هيواد د نظامي حالاتو اود هيواد دامنيت په وړاندى دټولو دګډ مسوليت په باب خبرې و کړې او وي ويل چې ددغې سيمې د نيول شويو کسا نو د خلاصون په باب به د چارو له مسو لينو سره خبرې و کړي .

 دغه راز د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار دهغو اعتراض کوونکو له استا زو سره چې د ملى شورا په وړا ندى يې په سوله ييزو مظاهرو لاس پورې کړي و اود کابل ښار دشپاړسمې ناحيې دقلعه زمانخان په ساحه کې داستوګنو د نمرو د ويش غوښتنه کو له وکتل.

دوى ادعا کوى چې په ١٣٧١ کال کې د هغه وخت ښاروالۍ دڅلورسوه زرو افغانيو په بدل کې په دې ساحه کې دوى ته دځمکې نمري ورکړې وې او سره له دې چې دبانک اويزاودښاروالۍ سندونه هم لري خودکابل ښاروالۍ مقا مات په دروغجنو ژمنو سره دوى تير باسي او تر او سه پورې يې ملکيتو نه نه دي ويشلى .

دمشرانو جرګې رئيس ددوى دشکايتونو په اوريدو سره څرګنده کړه چې دسوله ييزومظاهرو ترسره کول دهرافغان قا نو ني حق دى او له هغوى څخه يې وغو ښتل چې په مظا هرو کې دى له زغم څخه کارواخلى او ژمنه يې و کړه چې ددوى دشکايتو نو دڅيړنې لپاره دسناتورا نو له خوا يو هيئت به موضوع له کا بل ښاروال سره طرحه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته