خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د وږي ١٢ مه، باختر

یو شمېرغير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي، سیمې او د نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره  کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعاتو روز ورځپاڼې”  د قرغزستان پخوانۍ جمهور رييسه په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د عمومي منشي ځانګړې استازې شوه  “ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونيو ګوترش د قرغزستان پخوانۍ جمهور رييسه رزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره خپله ځانګړې استازې او په کابل کې د ملګرو ملتو سازمان د معاونیت دفتر”يوناما” د رييسې په توګه ټاکلې ده.

د ٨ صبح ورځپاڼي ” توماس وېست: د هرات په ګازرګاه جومات کې د چاودنې عاملين بايد محاکمه شي ” تر عنوان لاندې لیکلي دي.

افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وېست وايي چې د هرات ولايت په ګازرګاه جومات بريد يو تروريستي اقدام دى او د دغه بريد عاملين بايد محاکمه شي.

دغې ورځپاڼې ” روسيه: د ملګرو ملتو سازمان ته د لاروف سفر لپاره تر اوسه د امريکا ويزه نه ده صادره شوې ” تر عنوان لاندې په يو بل مطلب کې ليکلي دي.

روسیې له امريکا څخه غوښتي و، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د هغه ملګري پلاوي ته ٥٦ ويزې صادرې کړي چې هغوى وکولاى شي په روانه مياشت کې د ملګرو ملتو په سازمان کې د نړۍ مشرانو په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نيويارک ته سفر وکړي خو تر اوسه پورې د دغه پلاوي هېڅ غړي ويزه نه ده ترلاسه کړې.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا