امنیت

په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
د  شبرغان دافغان ګاز د  تصدۍ  پنځه تنه انجينران او  کارګران نن  په  واټ کې
دښخ  کړى شوي ماين د چاودنې له امله ټپيان شول .
په شبرغان ښارکې دافغان ګازو د تصدۍ رييس صالح محمدفضلي باخترآژانس
ته وويل : ددغې تصدۍ  پنځه تنه انجينران او کارګران هغه وخت ټپيان شول چې دسپرلۍ موټر يې دشبرغان ښارته څيرمه دسرې او بريښنا د خواجه ګوګردک په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين  وخوت.
خبرځاى  زياته کړه   چې د  پيښې   ټپيان روغتون ته  ليږدول شوي دي .
د شبرغان ښار دملکي روغتون دسرطبيب  ډاکتر عارف هارون دڅرګندونو له مخې ددغې پيښې ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب   دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته