خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

 کابل، د تلې٥ مه، باختر

یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په  کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعات روز ورځپاڼې” د خوړو نړيوال پروګرام: افغانستان د قحطۍ له جدي خطر سره مخ دى ” تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام “WFP” وايي چې د افغانستان د شتمنيو کنګل کېدو، دغه هېواد په وروستيو شلو کلونو کې د قحطۍ له جدي خطر سره مخ کړى دى.

دغې ورځپاڼې د تلې په ٤ مه د يو رپوټ په خپرولو سره ويلي چې ميليونونه کورنۍ له سخت ژمي سره د مقابلې لپاره هيڅ لاره نه لري.

د ٨ صبح ورځپاڼې ” د ملګروملتو سازمان په مقر کې ويناوې د افغانستان او ميانمار په چوپتيا پاى ته ورسېدې  ” تر عنوان لاندې لیکلي دي.

افغانستان او ميانمار د ملګرو ملتو سازمان عمومي غونډه کې چپ پاتې شول.

| ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا