امنیت

په بلخ ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو پيل

کابل / باختر/دغبرګولي ٢٨مه
د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه د نا امنو  سيمو د پاکولو په موخه پوځي عمليات پيل شوي دي.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې: دغه عمليات د «شاهين-٢٠٧» په نامه            د بلخ د امنيه قوماندان په مشرۍ د بلخ ولسوالۍ په نوآباد او سلطان خواجه کليو کې  پرون پيل شوي او تر اوسه پورې په دغو عملياتوکې د يوه قوماندان (سيار) په ګډون يو شمېر نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د بلخ امنيه قوماندان اجمل فايز چې د دغوعملياتو مشري په غاړه لري؛ وايي: د وسله والو ډار اچوونکو د ځپلو په موخه زموږ جنګي تکتيکونو بدلون موندلي او ډير ژر به د وسله والو ډار اچوونکو تر ادارې لاندې سيمې پاکې شي.
دغه عمليات په داسي حال کې پيل شول چې د بلخ ولسوالۍ اوسيدونکي د وسله والو طالبانو له شتون او نا امنيو څخه سر ټکوي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته