سیاست

جمهوررئیس غني پر سخي زیارت د تروریستي بریدد ټپیانو پوښتنه وکړه.

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٣  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام پر سخي زیارت د تروریستي برید د ټپیانو چې دا مهال په ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي پوښتنه وکړه.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د لیدنې پرمهال معالجو ډاکټرانو جمهوررئیس ته د ټپیانو د روغتيايي وضعیت او درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.
جمهوررئیس د خدای تعالی په دربار کې د دغې پېښې ټپيانو ته د روغتیا هیله وکړه او د ایمرجنسي له روغتون مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د ټپیانو د درملنې او مراقبت په برخه کې له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته