امنیت

په ننګرهار کې ۷ تنه له څلورو تر ۲۵ کلونو پر بند محکوم شول

کابل/ د وري ۱۸ مه/ باختر
د ننګرهار استیناف محکمې په دغه ولایت کې ۷ تنه د قتل او غلا په جرمونو له څلورو تر ۲۵ کالونو پر بند محکوم کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د جزا دېوان قضايي پلاوي نن په علنۍ قضايي غونډه کې يو تن د قتل په قضيه کې په ۲۵ کاله، يو بل کس د غلا په قضيه کې په ۱۶کاله، يو تن د غلا په قضيه کې په ۸ کاله، يو بل کس د غلا په يوه جلا قضيه کې په ۵ کاله او د غلا په يوه بله قضيه کې درې تنه ، هر يو په ۴ ـ ۴ کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
د غونډې قضايي پلاوي وويل: د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نه دي، کولای شي د تميز غوښتنه وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته