امنیت

يو تن په پروان کې له چاوديدونکو توکو سره ونيول شو

چاريکار/ باختر د لړم د مياشتې ١٦مه :
د پروان ولايت پوليسو يو تن له چاوديدونکو توکوسره ونيوه .
دغه سړى چې ويل کيږي په يوه خصوصي پوهنتون کې د اسلامي ثفاقت د مضمون استاد دى، چاوديدونکي توکي يې د مڼو په يو کارتن کې ځاى پرځاى کړي و و او د ليږدونې په وخت کې د پوليسو له خوا ونيول شو .
  د دغه سړي له نيولو وروسته د هغه همکار هم په چاريکارو ښارکې ونيول شو.
  د پروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي وويل: دوى غوښتل چې د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښارکې ډله ييز بريد ترسره کړي.
د پروان پوليس وايي: نيول شوي سړى حبيب الله نوميږي او د پروان ولايت اوسيدونکى او د دغه ولايت په يوه خصوصي پوهنتون کې د اسلامي ثقافت  مضمون تدريس کوي . 
د يوبل خبرله مخې:
يو تن د يو موټر د غلا په تور د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د پوليسو له خوا ونيول شو .
  په نيول شوي سړي د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د يو کرولا موټر د غلا تور لګول شوى دى .
د پروان ولايت پوليسو دغه موټر د پروان ولايت د مرکز له يوه سړي څخه ترلاسه او خاوند ته يې وسپاره .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته