
کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر
یو شمېرغيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو، د سیمې او نړۍ د روانو حالاتو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د ٨ صبح ورځپاڼې” طالبانو د سوداګرو د نفتي توکو د زېرمو د کنټرول لپاره يو پلاوى موظف کړى دى “ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت د چنګاښ په ١٣مه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د صنعت او سودا ګرۍ او ماليې وزارتونو، د ستندرد ملي ادارې، د تېلو او ګازو دولتي شرکت او له درندو جرمونو سره د مبارزې د ادارې استازو په اقتصادي معاونيت کې د تېلو د بيې د کمښت او د بازار ساتنې په اړه ځانګړې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه که چېرې د موظف پلاوي له خوا د سوداګرو د تېلو په زېرمو کې احتکار وليدل شو دغه شرکتونه به وتړل شي.
د اطلاعات روز ورځپاڼي”سېلاوونو د غزني په ناور ولسوالۍ کې زيات مالي زیانونه اړولي دي ” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د غزني ولايت په ناور ولسوالۍ کې سيمه ييز خبرځايونه وايي چې د دې ولسوالۍ د وارکلاخ په سيمه کې د سېلاوونو د راوتوله امله کرنيزې ځمکې ويجاړې او څاروي له منځه تللي دي.
د وارکلاخ د سيمې يو اوسېدونکي وويل چې د سېلاوو د راوتلو له امله د دې سيمې کروندې ويجاړې شوې، دوه سوه پسونه او ٣٠ غواګانې له منځه وړل شوې دي.
خبرځای وويل د دې پېښې له امله د استوګنې ٦٠ کورونه او د کرنيزو اوبو ٣٠ څاه ګانې هم يوڅه زيانمنې شوې دي.
\ ذ