(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په کابل کې د څه باندې ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د کوڅو پخولو چارې بشپړې شوې

کابل، د وږي ۶مه، باختر

کابل ښاروالۍ د دغه ښار د اوولسمې ناحیې په لومړي او دویم ګذر کې د څه باندې ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د کوڅو کانکریټ کولو چارو د بشپړېدو خبر ورکوي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني وویل، چې د دې کوڅو په جوړېدو سره به د ښاریانو سیمه ییزې ستونزې حل او ګڼ شمېر آسانتیاو ته به لاس رسی ومومي.

د حقاني په وینا په راتلونکې کې به ورته نورې پروژې هم د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې پلې شي.

نوموړي د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.

ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل، چې د لومړي ګذر کوڅې په ټولیزه توګه ۷۴۴ متره اوږدوالی او له  ۴ – ۵ مترو سور لري، چې د لښتیو په ګډون یې چارې د ۸.۱ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې او د دویم ګذر کوڅې چې ۸۵۴ متره اوږدوالی او له ۴ – ۵ مترو سور لري، چارې یې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ۵ میاشتو په موده کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ په بنستیزه توګه بشپړې شوې دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا