
کابل، د وږي ۲۷مه، باختر
د کابل ښاروالۍ مسوولین د دغه ولایت په څلورمې ناحیې کې د ۹.۴ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د اساسي رغولو خبر ورکوي.
ترانسپورټي او ښاري آسانتیاوو ته د لاسرسي په موخه، د څلورمې ناحیې په ۴م ګذر کې یو سړک د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له لوري، په داسې حال کې چې د سیمې مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو یې ملتیا کوله، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال وویل: په روان کال کې د کابل ښاروالۍ او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې له لوري، (۷۲) پروژې چې یو شمېر یې د تېر کال نیمګړې پروژې وې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د سړک جوړونې پروژو له لارې له یوې خوا ښاریانو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي او بل خوا به په ترافیکي برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
یاسر وویل: هغه فرعي سړکونه چې، د تيږو فرش په بڼه په کابل ښار کې جوړیږي، له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل: دغه سړک ۵۴۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې، د تیږو فرش په بڼه د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د ۹.۴ميلیونو افغانیو په لګښت د اتو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
دغه راز د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د سړکونو له ژر وېجاړېدو څخه د مخنیوي په برخه کې به له ښاریانو سره په ګډه هڅې کوي.