ټولنه

د کندهار په بزګرانو دنشه يي توکو دکرکېلې دمخنيوي په مقصد دکرنې اصلاح شوي تخمونه او کېمياوي سرې و ويشل شوي

کندهار باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

له نشه يي توکو سره دمبارزي  دچارو وزيرضراراحمد مقبل له نشه يي توکو سره دمبارزي دبهير دڅيړنې  په مقصد دکندهار ولايت ته تللي دي.

ده دکندهار له والي پوهنوال توريالي ويسا سره  په  کتنه کې  دنشه يي توکو دکرکېلې دکمښت په  باب خبري وکړي او ويې ويل  په دغه ولايت کې دنشه يي توکو دکرکېلې  دکمښت په مقصد بايد له کروندګروسره اقتصادي مرسته وشي اوله دوى سره دکرنې داصلاح شويو تخمونو اوکېمياوي  سرو مرسته وشي  چې دوى وکولاي شي دکوکنارو دکرکېلې بديل په خپلو ځمکو کې نور حلال محصولات وکري.

دولايتي شورا  غړو او  دبيلابيلو قومونو استازو دامريکا دسفارت له استازي اوله نشه يي توکوسره دمبارزي  چارو له وزير څخه   وغوښتل چې دنشه يي توکو دکرکېلې  دله منځه وړلو په مقصد له دوي سره مرسته وکړي او په ټاکلي وخت له بزګرانو سره همکاري وکړي  چې دوى نور کوکنار ونه کري.

په کابل کې دامريکا دسفارت  دنشه يي توکو دبرخې استازي په دي برخه کې  ددغه ولايت  له بزګرانوسره  دهر راز همکاريو ژمنه وکړه.

دکندهار والي په دې غونډه کې وويل سيمه ييزو ادارو پتيلې ده  له مصلحت پرته دغه بهير پاى ته ورسوي.

په دې غونډه کې له نشه يي توکوسره دمبارزي په چارو کې دکورنيو چارو وزارت معين لوى پاسوال بازمحمداحمدي وويل دکوکنارو کرکېله په نړيواله  کچه دافغانستان نوم بدکړي دي اودولت له دغې بدنامې څخه دخلاصون په خاطر هڅه کوي دغه بد او شرموونکې بوټې له منځه يوسي  او ددغه بدنام بوټي دکرکېلې له سازمان ورکوونکو سره مبارزه وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته