۱۰۰ ورځې

امرخيل : انتخاباتي مبارزي بايد پراخې شي.

-کابل- باختر دکب دمياشتې ٩
د  انتخاباتو دخپلواک کميسيون   د دارلانشا رييس وايي :  دجمهوري رياست
له  يوولسو کانديدانو څخه هيله کيده چې خپلې انتخاباتي مبارزې  ولايتونو او ولسواليو ته پراخې کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د مدني ټولنې يو شمير فعالين  او کابل   ښاريانو دجمهوري رياست له نوماندانو څخه غوښتي دي چې  ولايتونو او ولسواليو ته لاړ شي او خپل پروګرامونه  خلکوته   بيان کړي .
دانتخاباتودخپلواک کميسيون ددارلانشا رييس ضيا الحق امرخيل د باخترآژانس  له خبريال سره په مرکه کې وويل  دجمهوري رياست له کانديدانو څخه زموږ هيله دا وه  چې ټولو ولايتونو ته لاړ شي او خلک له  خپلو پروګرامونو څخه خبر کړى چې له يوې خوا خلک له دوى سره بلد شي او له بله پلوه د هغوى له پروګرامونو  څخه خبرشي  او خلکو ته ښه فرصت دى چې درايو صندوقونو ته لاړشي اودخپل نظر وړ کانديد ته رايه ورکړي.
امرخيل زياته کړه :   دغه نوماندان څه  د  پاسه يوه مياشت نور  وخت   لري   چې ولايتونو او ولسواليو ته لاړ شي ا مهمه دا ده چې دجمهوري رياست کانديدان بايد افغانستان شموله وي او ټولو قومونو ته خپل  پروګرامونه وړاندى کړي  او دخلکو رايه جذب کړي .
په   همدې حال   د مدني   ټولنې فعالين وايي دجمهوري رياست د کانديدانو له انتخاباتو مبارزو څخه نږدې يوه مياشت  تيريږي خو دغه مبارزې کمرنګه ښکاري دمدني ټولنې غړې ميراحمد جوينده  دباختر آژانس خبريال ته وويل   انتخاباتي مبارزې  ډيرکمرنګه دي  آن کانديدانوونه شو کړاى په ټولو ولايتونوکې دانتخاباتي  مبارزو دفترونه جوړ کړي او کانديدان تراوسه  پورې ډيرو  ولايتونو ته نه دي تللي له همدى امله يوه اساسي ستونزه دا ده چې کانديدان نه شي کولاى رايي ورکونکو ته خپل پيغامونه ورسوي.
يو شمير خلک دجمهوري رياست له کانديدانوڅخه غواړي چې خپل پروګرامونه دکابل ښار په ګډون په  ولايتونو او ولسواليو کې خلکو ته وړاندى کړې چې خلک دهغو په باب معلومات ترلاسه کړي  او دهغوى په باب تصميم ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته