امنیت

دوه څلويښت تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٤
په کندز ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو عمليات دوام لري او په نوې پراختيا کې د دغه ولايت د چار درې په ولسوالۍ کې ٤٢ مخالفين تنه ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو د کندز ولايت د نا امنو ساحو د پاکولو په مقصد ددغه ولايت دچار درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په تيرو دوو ورځو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٤٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ١١ تنه نور ټپيان او٤ تنه نور يې ونيول شول.
دغه راز په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات او نور پوځي تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او١١ تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي.
د کندز ولايت د چار درې په ولسوالۍ کې عمليات له هغه وروسته پيل شول چې وسله والو مخالفينو د بهرنيو تروريستانو په همکارۍ په دغه ولايت کې په تحرکاتو لاس پورې کړ .
لکه څنګه چې د پنجشنبې په ورځ يو بهرنى تروريست په داسې حال کې چې په ښځينه جامو سمبال و؛ په کندز ولايت کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته