امنیت

د بلخ د چمتال ولسوالۍ څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / غبرګولي لومړۍ / باختر
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې تېره شپه څو کلي د وسله والوطالبانوله شتون څخه پاک شول.
د بلخ د امنې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل باخترآژانس ته وویل چې د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتوکې د دغې ولسوالۍ څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
په دغو عملیاتوکې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ نورټپیان شول او د دوی یوه اندازه جنګي وسایل ترلاسه شوي دي.
دغه عملیات له څو ورځو را په دې خوا په دغه ولسوالۍ کې پیل شوي وو او د طالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ د نورو برخو ترپاکولو پورې به دوام ولري.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته