کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
د ننګرهار ولايت په کوزکونړ ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټي د بنسټ ډبره کيښودل شوه .
دغه ښارګوټى له منل شويو معيارونو سره سم دافغانستان د دولت له خوا جوړيږي چې په هغه کې دبريښنا، اوبو، کاناليزاسيون، سړک، تفريح ځاى او روغتون په ګډون ټولې اساسي اړتياوې په پام کې نيول شوې دي.
د ننګرهار ولايت وياند احمدضيا عبدالزي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې ښارګوټي کې به په ٧٠٠ تنو ښوونکو ځمکه وويشل شي .
په همدې حال کې د پوهنې وزارت سرپرست محمد آصف ننګ چې د دغه ښارګوټي د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې ګډون کړى و؛ وويل: دغه وزارت هڅه او هاندکوي چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې دکور دنشتوالي له پلوه دښوونکو ستونزې لرې کړي.
د ترلاسه شويو شميرونوله مخې: په افغانستان کې له نږدې ٢٢٠ زرو تنو ښوونکو څخه نږدې نيمايي يې داستوګنې له نمرو څخه ګټه اخستې ده.
د پوهنې وزارت سرپرست وايي چې دوى په هېوادکې په نورو ښوونکو د ځمکې د ويش لپاره پروګرام ترلاس لاندې لري.
0 1 دقیقه لوستل