خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو خپرونو ته کتنه

کابل، د غبرګولي١٧مه، باختر

یو شمېر محدودې غيردولتي ورځپاڼي چې په هېواد کې خپرونې لري د هیواد سیاسي او پوځي مسایلو په اړه ليکني کړې دي.

د باخترآژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره يو رپوټ چمتو کړى دى.

د ٨صبح ورځپاڼې “لاوروف: که کییف ته اوږد واټنه تسليحات واستول شي، مسکو به ګواښ زیات کړي.” ترسرليک لاندې ليکلي دي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ د نړیوالو مسایلو په اړه په یوه انلاین خبري کنفرانس کې وویل، څومره چې لوېدیځ هېوادونو اوکراین ته د وسلو لېږدول زيات کړي، مسکو به هغومره ګواښ له خپلې خاورې لېرې کړي.

د اطلاعات روز ورځپانې ” ناپيژاندو کسانو په بغلان کې یوه ښځه د سرو زرو د غوږواليو په لرلو سره وژلې ده.” ترسرليک لاندې ليکلي دي.

په بغلان ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې يوه زړه ښځه د يوې جوړې سرو زرو غوږواليو  په لرلو سره د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې ده.

د سرچينې په وينا، ناپېژاندو کسانو دغه ۷۰ کلنه مېرمن د چړې په واسطه په بېرحمانه ډول  وژلې ده.

\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا