سیاست

دجمهوري رياست لومړي مرستيال دتاجکستان له سفير سره وکتل .

کابل باختر دوري  نولسمه:
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني په کابل کې  دتاجکستان جمهوريت له سفير ډاکتر شراف الدين امام سره په کتنه کې  ، تاجکستان دافغانستان دخلکو لپاره  يو ښه ګاونډى وباله .
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته دصدرات د ګلخانې په ماڼۍ کې وشوه دجمهوري رياست لومړي مرستيال ددواړو هيوادونو افغانستان او تاجکستان  ترمنځ ددوستي درناوۍ وکړ او ويې ويل چې له نيکه مرغه دافغانستان خلکو دانتخاباتو په ترسره کولو  سره يوه ستره او تاريخي ازموينه په برياليتوب سره ترسره کړه
په کابل کې دتاجکستان جمهوريت سفير ډاکتر شراف الدين امام په دې ترڅ کې چې دافغانستان په اوسني نازک حالت کې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال  دټاکنې  له امله ده ته مبارکي وويله يادونه وکړه چې په برياليتوب سره دافغانستان دانتخاباتوترسره کيدل دده په نظر  ددغه هيواد دخلکو دجهاداو مقاومت په شان ارزښت لري
ده څرګنده کړه هيله لرم چې په افغانستان کې د انتخاباتو دبهير پاى ددغه دوست او ورور هيواد خلکو ته ديوې ځلانده دورې پيل وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته