خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د یو شمېر غيردولتي  ورځپاڼو خپرونو ته کتنه

کابل، د غبرګولي٢٩مه، باختر

یو شمېر محدودې غيردولتي ورځپاڼو  د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو خپرونې کړې دي.

د باخترآژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره يو رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د (طالبان: امريکا زموږ د حکومت په رسميت پيژندلو کې ترټولو سترخنډ دى) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې امریکا د طالبانو د رسمیت پیژندلو مخه نیولې ده.

نوموړي له خبريالانو سره په يوه مجازي مرکه کې امريکا د طالبانو د رسميت پيژندلو پر وړاندې تر ټولو سترخنډ وباله.

د امريکا غږ د خبر له مخې مجاهد ویلي: دغه هېواد  (امریکا) نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې په دې برخه کې حرکت وکړي او په دې  برخه کې یې کوم ګام نه دی پورته کړی.

د ٨ صبح ورځپاڼې (په نړۍ کې د قحطۍ او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو ګواښ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د خوراکي توکو کمښت او د قحطۍ ګواښ زيات جدي شوی، دا ستونزه په ډېرو ځایونو کې د بشر د بدبختۍ لامل کېږي، قحطي د نړۍ په سلګونو میلیونه وګړي له لوږې سره مخ کړي دي.

اقتصاد د دولتونو او د خلکو د ژوند یوه برخه جوړوي.

| ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا