
کابل، د وږي ۱۹مه، باختر
په کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په انګړ کې د ۲۹۶ ميلیونو افغانيو په لګښت د مور او ماشوم روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه روغتون د پرانیستلو پرمهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکټر قلندر عباد، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، مولوي نجیب الله حقاني د بیات بنسټ رئیس، ډاکټر احسان الله بیات او د بېلابېلو ادارو د استازو ګډون کړی و.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د دغه روغتون د جوړېدو له امله له ډاکټر احسان الله بیات څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه ودانۍ د ۲۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت په څلورو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول سره جوړه شوې چې د میندو او ماشومانو درملنه به په کې ترسره شي.
مولوي حنفي همداراز په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: اوس د بل هر وخت په پرتله په هېواد کې دننه ټولو افغانانو ته دا زمینه برابره شوې چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د هېوادوالو د خدمت جوګه و ګرځي.
ورته مهال د عامې ورغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندرعباد د دغه روغتون جوړېدل په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله او د بیات له دغه اقدام څخه یې مننه او قدردانی وکړ.
ډاکتر عباد د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټيټولو، معیاري روغتیايي خدمتونو ته د ټولو هېوادوالو د لاسرسي، د هېواد په سپینو سیمو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او د عامې روغتیا وزارت د تعهد او ژمنتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د مسلکي او متخصصو کسانو ګومارل د لومړنیو، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي د روغتیايي کارکوونکو لپاره د زده کړو د زمینې برابرول، د لنډ مهاله او اوږدمهاله کړنلارو او ستراتیژیک پلانونو جوړول د روغتونونو ارتقاء له هغه مواردو څخه دي چې عملاً کار پرې روان دی.
د یادونې وړ ده، چې د مور او ماشوم روغتون ۸۴ بسترونه لري، ۶۰ بسترونه یې د میندو او ۲۴ نور بسترونه یې د ماشومانو لپاره دي، چې په عصري طبي وسایلو سمبال دی او د بیات بنسټ له لوري په څلورو پوړونو کې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په انګړ کې جوړ او نن پرانیستل شو.