خبرونهاقتصادټولنهTOP

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په لګښت ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ښار د اوومې ناحیې اړوند په نیله باغ سیمه کې د یوه سړک، دریو کوڅو او دوه لښتیو د جوړولو چارې هبیتات دفتر په مالي مرسته بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړ شوو مراسمو کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید وویل، چې د ښار د آبادۍ او ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې قوي هوډ لري او په همدې موخه اوسمهال د ښار په بېلابېلو سیمو کې کوچني او سترې پروژې د پلي کېدلو په حال کې دي.

مولوي عبدالرشید زیاته کړه چې، کوچني عمراني پروژې هم کولای شي د محرومو سیمو د اوسېدونکو ستونزې حل او دوی ته نسبي آسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه وویل، چې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند په نیله باغ سیمه کې د ۳۰۲مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په پراخوالي د یو سړک ترڅنګ، د ۲۶۹ مترو په دوه لښتي او دغه راز درې کوڅې چې په ټولیزه توګه۴۵۰ متره اوږدوالی لري رغول شوي، چې پرې ۵۷ زره  امریکايي ډالرو په لګښت راغلی دی.

نوموړي له ښاریانو وغوښتل، څو د یادو پروژو او نورو تاسیساتو په خوندي ساتلو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا