اقتصاد

څه دپاسه لسو زرو تنو ښځو دحرفوي زده کړي له پروژو څخه ګټه واخيسته.

٢٤ – کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :

څه دپاسه لسو زرو تنو ښځو په پروان و لايت کې دحرفوي زده کړي دلسګونو پروژو له ښيگڼو څخه ګټه واخيسته.

دپروان ولايت دښځو دچارو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې په روان کال کې  څه دپاسه لسو زرو تنو ښځو ته  دحرفوي زده کړي ددوه ديرشو پروژو له لاري دکارزمينه برابره شوې ده .

دپروان ولايت  دښځو دچارو رييسې شاه جهان يزدان پرست دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه پروژې  دبيوزلو ښځو داقتصادي  کچې دلوړولو  او ظرفيت دلوړولو  او ودي په مقصد  تطبيق شوي دي .

ددي دڅرگندونوله مخې  دغه پروژې  دحرفوي ، حقوقي، ښوونې اودليک لوست دزده کړي دکورسونوپه گډون دروزنيزو پروګرامونو دمرستندويو مرکزونوپه مالي مرسته جوړي شوي دي  چې دروان کال په لومړيونهو مياشتو کې عملي شوي دي.

يزدان پرست زياته کړه  چې په دغو پروژو کې څه دپاسه يومليون ډالره لګيدلي دي  او په کابل کې دامريکا دسفارت  ،. دامريکا دبيا رغونې دولايتي ټيم  اودملګرودسازمان  په مالي مرسته تمويل شوي دي.

 خبرځاى زياته کړه په دغو پروژو کې څه دپاسه  لسوزرو ښځو د دشاتو دمچېو دروزنې ، دچرګانو دروزنې ، خياطي ، ګلدوزي ، څرمنې گنډلو او دټغر اوبدلو  په برخو کې زده کړي دي  اوپه دې ترڅ کې يې ليک لوست هم زده کړي دي .

يوه اړوند خبرځاى وويل   دپروان ولايت ښځو ته  ددغه رياست پروژې دتيرکال په پرتله  په سلو کې ديرش زياتي شوي دي .

دده دڅرگندونوله مخې تيرکال  اووه زره تنو له روزنيزو پروژو څخه ګټه اخيستې ده چې په روان کال کې دغه شمير  څه دپاسه لسو زرو تنو ته لوړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته