امنیت

په خوست ښارکې ځانمرګى بريد وشو خو د سر زيان يې نه درلود .

کابل_ باختر دثور نولسمه :
په خوست ښارکې نن سهار يوه ځانمرګى بريد وشو، خو ويل کيږي چې په دې بريد کې د سر زيان نه دى اوښتى .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې په لسو بجوکې دخوست ښار د فيض محمد خان واټ په سيمه کې هغه وخت وشوه چې ځانمرګى بريد کوونکى نيت درلود چې په افغان ځواکونو بريدوکړي .
دخوست ښار د پوليسويو مسوول باخترآژانس ته وويل: يرغلګر له بريدمخکې دامنيتي مامورينو له خوا وپيژندل شو او کلابند شو او دې ته اړ شو چې په خپل ځان تړل شوي چاوديدونکي توکي وچوي . خو دپوليسو ديو مسوول د څرګندونو له مخې په دې پيښه کې يواځې يرغلګر په خپله ووژل شو .
د روانې اوونۍ په پيل کې دخوست ولايت په ګاوند ګرديز ښارکې هم يو بريد کوونکى يرغلګر چې په چاوديدونکو توکو باربايسکل سپور و؛ هدف ته له رسيدو مخکې ځان وچول او ووژل شو .
په دې پيښه کې چې دپکتيا پوهنتون ته څېرمه وشوه يو ملکي وګړي ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته