فرهنګ

ډاکترکمال سادات په هېواد کې دګرځندوى دبرخې دعوايدو په زياتوالي ټينګار وکړ

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر  کمال سادات  دکورني اوبهرني سياحت دپياوړتيا او ودې په مقصد  دسياحتي خصوصي شرکتونو په همغږۍ ټينګار وکړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
په  هغې غونډه  کې چې نن دسياحتي خصوصي شرکتونو دپياوړتيا په
مقصد په  ملي آرشيف کې جوړه  شوې   وه  د اطلاتو او  فرهنګ   وزارت
سرپرست  اودځوانانو دچارومعين  ډاکترکمال سادات زياته کړه  چې  بايد دګرځندوى په برخه کې زياتې آسانتياوې رامنځته شي  ترڅو ددغې برخې عوايد زيات شي  او دسياحتي شرکتونو مرستيال  جلال الدين فخري په دې غونډ ه  کې وويل  چې په تيرو لسو کلونو کې  له سياحتي برخې څخه درې سوه مليونه افغانۍ اوپه روان کال کې  ٢٤ مليونه افغانۍ ددولت عوايد زيات شوى دى.
ديوبل خبرله مخې :   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ډاکتر کمال سادات دملي آرشيف  درياست بيلابيلې څانګې وکتلې او ددغه رياست   دکارکوونکو  ستونزې يې واوريدې او دطرحه شويو ستونزو دڅيړنې په مقصد يې  لارښوونې وکړې .
ډاکتر کمال سادات  دملي آرشيف درياست او دتاريخي آبداتو دآمريت   کارکوونکو ته لارښوونه وکړه  چې خپلې دندې  دې  لاښه ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته