روغتیا

په کټه قلعه کلي کې لس بستريز روغتون پرا نيستل شو

کابلباختردميزان ٧
دسرپل ولايت دسوزمه قلعه ولسوالۍ دکټه قلعه د کلي اوسيدونکي نن دروغتيايي  کلينيک خاوندان  شول .
دکټه قلعه دکلي لس بستريز روغتون دترکيې دټيکا موسسي په همکارۍ  جوړ او ګټي اخستني ته سپارل  شوى دى  .
دسرپل ولايت دعامې روغتيا سرپرست ډاکترنورالحق مراد باخترآژانس ته وويل : دغه کلينيک د ترکيې په مرسته د دوه سوه څلرويشتو زرو امريکا ي ډالرو په لګښت په يوپوړکې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى .
ډاکترمراد زيا ته کړه  : ددغه کلينيک په جوړولو سره دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو له پلوه دلسو زرو کورنيو ستونزې لرې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته