روغتیا

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه :
دهند دژوندانه دچاپيريال  او علومو پوهنتون  نن اعلام وکړ اووه ډير زهري  او خطرناک خزنده  وژونکي چې دنړى په زياترو هېوادونوکې منع کړى شوي دي  ،  دپخوا په شان  په هندوستان کې  داستفادې وړ ګرځي .
اووه ډيرو زهرجنو خزنده وژونکو په هندوستان کې په سلو کې کابو دديرشو خزنده وژونکو  لګښت  ځان ته اختصاص کړى دى  چې له دغو  خزنده وژونکو څخه استفاده په زياترو مواردو کې  دناروغى او ان دانسانانو  دوژنې سبب کيږي .  دهند دخزندو او دنوروکرنيزو افتونو پرخلاف دمبارزې کميټې د شپږ شپيته  ډوله  خزنده وژونکو  موادو داغيزو په څيړنې سره  اعلام وکړ چې له ديارلسو ډولو  خزنده وژونکو څخه استفاده تر  ٢٠١٨ ميلادي کال پورې او د شپږو نورو کارول تر  ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې  منع کيږي .
  دهند مهاراشترا ايالت  ددولتي مقاماتو د څرګندونوله مخې ،په تيره يوه مياشت کې  څه ناڅه شل تنه بزګران  په دغه ايالت کې له  خزنده وژونکو توکو سره  داړيکو له امله  وژل شوي دي .
  داپه داسې حال کې ده چې دروان ميلادي کال  داګست له مياشتې څخه  تراوسه پورې څه ناڅه يوزرو اته سوه تنه  په دغه ايالت کې  دخزنده وژونکو موادو  د استنشاق  په دليل مسموم شوي او روغتونونوته تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته