امنیت

په سمنګانو کې اته اويا کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر  دليندي  يوولسمه :
په سمنګانو کې له اته اويا داخلي بې ځايه شويوکورنيو سره نن دلومړنيو اړتياوړ توکو او دنغدو  پيسو مرسته وشوه .
دسمنګانو ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچاروامر سيدکمال حسيني باختراژانس ته وويل چې دغه مرستې د پنځو خيريه  بنسټونو له خوا ددغه ولايت دمهاجرينو  دراستنولو دچارو دادارې په همکارى  دحضرت سلطان  او دکوز دره صوف دولسواليو په بې ځايه شويو کسانو چې دوروستيو ناامنيو له امله له خپلو کورونو اومينو  څخه بې ځايه شوي دي  وويشلې شوې .
حسيني زياته کړه چې هرې کورنى ته څوارلس زره افغانۍ نغدې پيسې ، دوه سوه کيلوګرام اوړه ، پنځلس  کيلو غوړي  پنځلس کيلو دال نخود ، دپخلنځي  وسايل ، درې شړۍ  شپږ چګې صابون او يوه اندازه ژمنۍ  جامې ورکړى شوې .
دغو کورنيو  ددغو مرستو  له امله په مننې سره  له دولت څخه په خپلو سيمو کې دامنيت دتامينولو غوښتنه وکړه .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته