امنیت

په بغلان کې دطالبانو يو سرګروپ ونيول شو

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
د بغلان ولايت دملي امنيت موظفينو  تيره شپه د وسله والو طالبانو يو سرګروپ ونيوه.
د بغلان  ولايت  د ملي امنيت درياست  يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل :   دوسله والو طالبانو سرګروپ زمرى چې دمرکزي بغلان  په مربوطاتو کې  دامنيتي ځواکونو پرخلاف  په ورانکارو عملونو بوخت و ، ونيول شو .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې :  نيول شوى سړى  چې خپل هويت يې افشا کړ وويل: له څه مودې  راپه دې خوا له خپلو افرادو سره دامنيتي ځواکونو پرخلاف  جنګيدلى دى.
ويل کيږي له ده څخه يو کلاشينکوف هم ترلاسه شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته