سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د روسيې له سفير سره وکتل

 کابل/ د لړم ١٦مه/ باختر
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان پرون له غرمې وروسته په کابل کې د روسيې فدراسيون له سفير الکساندر مانتيتسکي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د دوه اړخيزو همکاريو او د دواړو لورو د علاقې وړ مسئلو او موضوعګانو په اړه خبرې وشوې.
په پيل کې مانتيتسکي زمان ته د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ده د ټاکنې په اړه مبارکي وويله او د زمان د معينيت په دوران کې د روسيې سفارت او د سياسي معينيت ترمنځ د همکارۍ روحيې په قدردانۍ يادونه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مانتيتسکي ته په ورته روحيې سره د همکارۍ دوام ډاډ ورکړ.
د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته د اکاډميکي برخې په ګډون د دوه اړخيزو همکاريو په برخه کې د پرمختګ د حالت په اړه معلومات وړاندې کړل او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې يې د افغانستان د پوليسو لپاره د راتلونکې  لنډ مهالو روزنيزو پروګرامونو خبر ورکړ.
زمان د همکاريو برخې ته په اشارې سره، قدرداني وکړه.
د کتنې په پاى کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د زياتې پياوړتيا لپاره د لارو چارو په اړوند خبرې اترې وکړې.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته