امنیت

په ننګرهار کې د لسګونو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دثور٢٤
دداعشيانو دډلې  ٣٠ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  له تيرې شپې څخه تراوسه پورې ٣٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  دبتي کوت ، کوټ ، اچين، هسکې مينې او دخوږيانيو دلسواليو  په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو   بريدونه شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې،   په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه شپږ  ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوددوه  ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي
دغه ډيپوګانې د هسکي مينې ، او دکوټ  په ولسواليو کې د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيدل .
له دغوډيپوګانو څخه يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . . سيمه ئيز مقامات وايي  چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته