امنیت

په غزني کې د شلو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

غزنى باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
د وسله والوطالبانو د ډلې د دريو تنو قوماندانانو په ګډون ٢٠ تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
په غزني ولايت کې د ملي اردو يو سرتيري باختر آژانس ته وويل چې دغزني ولايت د ده يک، اندړو، مقر او د ګيلان په ولسواليوکې د ملي دفاعي ځواکونو په هوايي او ځمکنيوعملياتوکې د وسله والوطالبانو د ډلې د دريو تنوقوماندانانو په ګډون ٢٠ تنه  وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: په دغو نښتوکې امنيتي  ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى او څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته