سیاست

دصنعت کارانو داتحاديې غړو له محمد کريم خليلي سره وکتل .

کابل – باختر دوري څوارلسمه :
دصنعتکارانو دسراسري اتحاديې يو شمير غړو نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې چې دپانګې اچونې دملاتړ دادارې ايسا رييس هم ګډون کړى و ، دکتنې برخه والو په هيواد کې دکورنيو توليداتو او صنعت دلوړولو په لاره کې دپرتو خنډونو او ستونزو او دغه راز په  دې برخه کې دصنعتکارانو دبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې .
دصنعتکارانو دسراسري اتحاديې غړو دکورنيو توليداتو او صنعت له لوړولو سره دملاتړ په لاره کې ددولت دپاملرنې له امله دقدراني په ترڅ کې څرګنده کړه  چې په هيواد کې دکورنيو توليداتواو صنعت دلوړولو په لاره کې يو لړ ستونزې او چلنجونه شته چې د مسوولو ادارو پاملرنې او دافغانستان ددولت رهبري ته اړتيا لري .
دکتنې برخه والو دکمريو او پلچرخي په سيمو کې په پانګې اچوونکو دځمکې دويش او دکمريو په سيمه کې په صنعتي پارکونو پورې داړوندې ځمکې دغصب ستونزې او داړوندو دولتي اداروله خوا دستونزو پيداکول دصنعت او پانګې اچوونې دپراختيا په لاره کې ستر خنډونه وبلل .
  دصنعتکارانو دسراسري اتحاديې غړو دکورنيو توليداتو او صنعت په برخه کې دپانګې اچونو دزياتوالي خبر هم ورکړ او څرګنده يې کړه چې په هيواد کې دپانګونې له پراختيا سره ددولت ملاتړ ته په پاملرنې سره  ، دځمکې دويش او په ننګرهار ولايت کې دصنعتي پارکونودجوړولو،دهرات دصنعتي پارکونو دڅلور فاز دفعاليت دکار دپيل ، په بيلابيلو برخو کې د توليدي فابريکو دزياتوالي ، دپانګونې  دزياتوالي ، د يوسلو پنځوسو مليونو ډالرو په پانګې سره دفولادو دويلو کولو ديو شرکت دجوړولو په برخه کې پرمختګونه ، ستر برياليتوبونه بلل کيږي .
دجمهور رييس مرستيال دپانګې اچونې دزياتوالي او دکورنيو توليداتو دودې په لاره کې دپانګې اچوونکو او صنعت کارانو دپاملرنې له  امله دخوښي  دڅرګندولو په ترڅ کې ، په دې برخه کې دلازمو اسانتياو په برابرولو باندې ټينګار وکړ .
دجمهور رييس  دمرستيال دڅرګندونو له مخې، دپانګې اچوونې پراختيا ته پاملرنه  او دکورنيو توليداتو او دصنعت لوړول دافغانستان ددولت اساسي لومړيتوبونه دي چې تل يې په دې کار ټينګار کړى دى او هلې ځلې يې کړي  دي چې په دغوبرخو کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي .
دجمهور رييس مرستيال دصنعتکارانو او پانګې اچوونکو دفعاليت په لاره کې دپرتو ستونزو اوخنډونو په حل کولو او دغه راز په هيواد کې دپانګونې دپراختيا لپاره داړوندو ادارو له خوا دلازمو اسانتياو دبرابرولو او دصنعت  کارانو داړتياو په لري کولو باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته