سیاست

تبصره

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
ټاکل شوې ده د ملي شورا د څلورم کال شپاړلسمه دوره نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي په وينا سره په خپل کار پيل وکړي او دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له سترو سياسي بدلونونوسره مخامخ دى او دغو بدلونونو د ملي شورا د وکيلانو په وړاندې سترې دندې ايښې دي.
دباخترآژانس مبصر ليکي:
ټاکل شوې ده د ملي شورا دواړو مجلسونو خپله نوې کاري دوره پيل کړې. د ملي شورا د دواړومجلسونو شپاړلسمه کاري دوره په داسې حال کې پيليږي چې د افغانستان خلک د برخليک ټاکوونکوبدلونونوپه درشل کې دي. نږدې شل ورځې وروسته په هيوادکې دجمهوري رياست انتخابات ترسره کيږي .
دغه راز د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې د بهير او له هيوادڅخه دبهرنيو ځواکونو د وتلو په ګډون پروګرامونه بشپړيږي.
دا ټول د افغانستان خلکو ته له بېلابېلو اړخونو څخه خاصې ځانګړتياوې لري.
افغانان په داسې حال کې ١٣٩٣ هجري لمريز کال ته ګام ږدي چې ٢٠١٤ميلادي کال له بهرنيو آوازو او اوتو بوتو سره يوځاى دى. ځکه په دې کال کې به افغانان د بهرنيو ځواکونو د وتلو د پروګرام د بشپړولو شاهدان واوسي. له افغانستان څخه په بهرکې مشخصې کړۍ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونونشتوالى د افغانانو لپاره نعمت بولي، په داسې حال کې چې افغان دولتي چارواکي د هيواد په امنيتي ځواکونوپه ډډې لګولوسره چاپيريال ته په روښانه توګه ګوري او د راتلوونکى په نسبت هيله مند دي او دا د خلکو په وکيلانو پورې اړه پيداکوي چې د دغه شان آوازو په شنډولو او د باور او اعتمار د فضا په برابرولوکې له خلکو سره مرسته وکړي.
په ملي شورا کې محترم وکيلان دې بايد ومني چې د دوى کار يوازې له تيرې دورې څخه دڅو پاتې قوانينو تصويب نه دى. د خلکو د لارې پرسر ستر خنډونه او ستونزې پرتې دي چې بايد وکيلان د هغو په له منځه وړلوکې له دولت سره مرسته وکړي.
پارلمان د دولت يوه ډيره مهمه برخه ده. پارلمان د دولت يو اساسي بنسټ جوړوي. پارلمان د دولت يوه سياسي او ټولنيزه پشتوانه ده. دلته د پارلمان يا دملي شورا غړو ته ضروري ده چې د دغې تشې په ډکولوکې له دولت سره مرسته وکړي .
نن ورځ امنيتي تشې هغه ستونزې دي چې د هيواد په هره سيمه کې د خلکو په ستوني فشار راوړي. په داسې حال کې چې دخلکو استازي د وګړنيو اډو په لرلوسره کولاى شي د دغې تشې په ډکولوکې له دولت سره مرسته وکړي .
په ملي شورا کې د خلکو د وکيلانو ترمنځ داسې څيرې شته چې کولاى شي د سولې د عالي شورا لپاره ښه همکار او مرستندويان واوسي. په داسې حال کې چې د سولې د عالي شورا کار او هلې ځلې له برياليتوبونوسره يوځاى دي.
دملي شورا محترم غړي کولاى شي دغه برياليتوبونه لاپسې پياوړي کړي. په تيره بيادغه همکارۍ په داسې وخت چې انتخابات د ترسره کيدو په درشل کې دي؛ په ښه توګه کيداى شي ترسره شي.
په ملي شوراکې اغيزمنې او مطرحې څيرې بايد په اوسني حالت کې لاپسې فعالې شي او د دولت او د وسله والو مخالفينو ترمنځ دې د سولې او مفاهمې د خبرو زمينه برابره کړي او څه ناڅه وسله وال مخالفين دې ته اړباسي چې د انتخاباتو په بهيرکې دې له امنيتي مزاحمتونو څخه لاس واخلي .
د افغانستان خلک د ملي شورا د نوې دورې دکار پيل نيک فال بولي او هيله لري چې په دې دوره کې د دوى استازي عملي، اغيزمن او ګټور کار ترسره کړي او وکولاى شي د خپلو استازو په شتون کې زياتره هغه ستونزې او مشکلات چې په تيروکلونوکې يې زغملي دي؛ هير نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته