امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په سروبي کې ونيول شول

کابل باختر د ليندي څلورمه
دملي دفاع وزارت دخاصوقطعاتو منسوبينو پرون دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوه تنه وسله وال طالبان چې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو نيت يې درلود؛ ونيول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: نيول شويو کسانوکله يې چې غوښتل دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې تروريستي او ورانکاره عملونو ترسره کړي؛ دملي دفاع وزارت دخاصو قطعاتو دمنسوبينو له خوا له دووکلاشينکوفونو ، يوې ايکم مخابرې، د وسايطو ضد دوو ماينونواو يوې اندازې نشه يي توکو سره ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې: د فراه ولايت د بکوا ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو دمنسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو شمېر وسله والومخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته او يوشمېر پوځي تجهيزات اوجنګي وسايل ترلاسه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته