سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله : دملي وحدت حکومت د دايکنډي ولايت دبيا رغاونې او انکشاف په برخه کې هراړخيزه پاملرنه کوي .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :

 دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ددايکنډي له والى معصومې مرادي ، دملي شورا  او دولايتي شورا له استازو او ددغه ولايت دمدني ټولنې  له فعالانو سره  وکتل .

 داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ  په دې کتنه کې په بيلابيلو  برخو  په تيره بيا دهوايي ډګر ، پوهنې ، روغتيا ،  د امنيتي ځواکونو دسمبالښت ، سړکونو ، بيا جوړولو ،  داداري واحدونو دپياوړتيا ، او دبريښنا دانرژي  په برخو کې ددايکنډي ولايت  ستونزې  وڅيړل شوې .

  لومړى  ددايکنډى والى  معصومې مرادي  ددايکنډي  دحالت په باره کې په لڼد رپوټ کې وويل  سيمه ئيز حکومت دښو خدمتونو  دوړاندې کولو لپاره هلې ځلې کوي  خو  دستونزو  حل کول او د خلکو دغوښتنو څيړنه  دمرکزي حکومت  همکارى ته اړتيا لري .  چې بايد زياته پاملرنه  او همکاري وشي .

  په ملي شورا  کې ددايکنډي  دخلکو استازو دهېواد  له اجراييه رييس  څخه وغوښتل چې په  پرمختيايي چارو ، ددغه ولايت  په سرحدي ولسواليو کې  دامنيتي ستونزو ،  دنوميش  ولسوالۍ دپياوړتيا ،  د پاتوولسوالۍ دپرانستلو ، دمواصلاتي لارو  دپخولو او دهوايي ډګر  دپراختيا په برخه کې  جدي پاملرنه وشي . په دې دليل چې ددغه ولايت اوسيدونکي  له زياتې ستونزو سره  لاس او ګريوان دي .

  دکتنې په دوام  ددايکنډي  دولايتي شورا استازو دهېواد  له اجراييه رييس سره په کتنه کې زياته کړه  چې  دغه ولايت  دتير حکومت  د نه پاملرنې په دليل  محروم پاتې شوې  دى  خو د دايکنډي خلک  دملي وحدت  له حکومت څخه هيله لري  چې  دګردن ديوال  سړک  دپراختيا  ، دبريښنا دبندونو دجوړولو ،  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو  ، پرمختيايي پروژو  ، او داداري واحدونو دتعديل په برخه کې  پاملرنه وشي .

  دهېواد اجراييه رييس  ددايکنډي  ولايت  داستازو  دغوښتنو له اوريدو وروسته خبرې وکړې او ويې ويل  چې حکومت  دامکان  تر پولې پورې او  دتوان  په حدودو کې  په بيلابيلو برخو کې ددايکنډي ولايت دستونزو  دحل کولو په باره کې  پاملرنه کوي .  دپرمختيايي پروژو دعملي کولو او دسړکونو دبيا جوړولو په باره کې دماليې وزارت ته  لارښوونه کوي  چې په ملي بودجه کې  شامل شي .

 دهېواد اجراييه رييس په پاى کې ټينګار وکړ چې  دامنيتي ستونزو ،  په سرحدي ولسواليو کې  دامنيتي ځواکونو  دسمبالښت  ، دهوايي ډګر دپراختيا او په  دايکنډي ولايت کې  دبريښنا دبندونو  دجوړولو  په باره کې  دوزيرانو شورا  او دکابينې په غونډو کې  خبرې کيږي چې لازم اقدامات ترسره شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته