خبرونهروغتیا

په کابل کې څه باندې ۵ ټنه تاریخ تېره درمل او واکسینونه له منځه یوړل شول

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست مسوولین وایي، چې د کابل ښار د ګزک بت خاک سیمه کې یې څه باندې ۵ ټنه تاریخ تېر درمل او واکسینونه له منځه وړي دي.

د دغه ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې ۱۸۰ قلمه درمل او واکسینونه یې په کابل ښار کې د حیواني روغتیایي کلینیکونو او درمل پلورنځیو څخه د څارنې او ارزونې په ترڅ کې راټول کړي وو، چې ټول ارزښت یې ۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د مسوولینو په خبره، دا توکي د کابل ښار له درمل پلورنځیو او شرکتونو څخه راټول شوي او اړوندو کسانو سره یې قانوني چلند شوی دی.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا