سیاستخبرونهټولنه

چارواکي: لویې لارې او سړکونه ملي شتمني ده

– کابل، د ثور ۲۶ مه، باختر

د ننګرهار د ټولګټو رياست چارواکي وايي چې لویې لارې او سړکونه ملي شتمني ده او ټول افغانان باید د ملي شتمنۍ ساتنه وکړي.

دغه څرګندونې د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس مولوي یار محمد محمدي په دغه ولایت کې د تورخم- جلال آباد پر لویې لارې د بار وړونکو موټرو د کنټرول لپاره د تلې فعالولو په مراسمو کې وکړې.

محمدي وويل چې لويې لارې او سړکونه ملي شتمني ده؛ نو ځکه یې د تورخم جلال آباد د لويې لارې د تخريب مخنيوي لپاره نن رسماً د بار وړونکو موټرو کنټرول لپاره تله پرانېستله، چې له دې وروسته به ټولې بار وړونکې موټرې د لايحې مطابق خپل وزنونه برابروي. په خبره یې، په لايحه کې د ټولو بار وړونکو موټرو د وزن اندازه ټاکل شوې ده.

د ټولګټو چارو رییس وويل چې په دغه کار سره به د ۹۵ سلنه سړک د تخريب مخنيوی وشي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په تورخم کې هم راتلونکو موټرو کنټرول لپاره  ورته تله فعاله شوې چې ښې پايلې يې ورکړې دي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته