کابل باختردوري پنځمه :
پنځه تنه داعشيان پرون د ننګرهار او کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شير اقا فقيري باختراژانس ته وويل چې درې تنه داعشيان د ننګرهار ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ د راغي دکلي په ساحه کې دايتلاف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول او يو بل داعشي ټپى شو .
دغه راز دوه تنه نور داعشيان دکونړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ايتلاف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول .
د يوبل خبرله مخې يو وسله وال طالب د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند وويل چې دغه وسله وال طالب د هغه ماين د چاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې هغه د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړي . په دې پيښه کې يو بل وسله وال طالب ټپى شوى دى . ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل