امنیت

کونړیانو له وسله والو طالبانو سره د روسېې مرستې وغندلې

 اسعد آباد / د چنګاښ ۲۳ مه / باختر
په کونړ کې لاریون کوونکو له وسله والو طالبانو سره د روسیې مرستې وغندلې او له ګاونډیانو یې وغوښتل چې په هېواد کې له مداخلې لاس واخلي.
په دغه ولایت کې د ديني عالمانو د شورا مشر مولوي عبدالرحمان وایي: موږ د سولې پلویان یو او له دواړو خواو غواړو چې سولې ته غاړه کېږدي او دایمي اوربند وکړي.
د ده په خبره د لاریون هدف دا و چې روسیه غواړي طالبان تمویل کړي او وسلې ورکړي چې خپل انتقام واخلي اوافغانان د دې جګړي په اورکې وسوځي.
هغه له ګاونډیانو غواړي چې په افغانستان کې خپلي مداخلې بندې کړي او فغانان پرېږدئ چې خپل هېواد پخپله جوړکړي.
مولوي سید والي الله وایي: روسانو پرون تېروتنه کړې وه هماغه و چې افغانانو شوروي اتحاد د نړۍ له نقشې څخه ختم کړ.
هغه پر ګاونډیانو غږ وکړ چې په افغانستان کې له مداخلي څخه لاس په سرشي او د روسانو او انګریزانو له ماتې درس واخلي.
لاریون کوونکو د څو ماده ییز پریکړه لیک په لوستلو سره چې د سرټکي یې دا وو چې وسله وال طالبان دې له روسیې سره خپلې اړیکې پرېکړي. افغانستان ته د روسيې لاس راوږدولو غندل او له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په اعلام سره یې لاریون پای ته ورساوه.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په کونړ کې دیني عالمانو او ځوانانو د سولې په ملاتړ او د ګاونډیانو له مداخلو د مخنیوي په موخه یې لاریونونه اوناستې کړې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته