سیاست

داصلاحاتو او همغږي دټيم پلويانوپه اعتراضيه غونډې او لاريون لاس پورې کړ.

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
داصلاحاتو او همغږۍ  دټيم په زرګونو تنو پلويانو نن دکابل ښار او دهيواد دځينو ولايتونو په بيلابيلو ساحوکې په اعتراضيه غونډو او لاريونونو لاس پورې کړ.
دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې، مظاهره کوونکو دشعارونو په ورکولو او دويناو په کولو سره دخلکو دپاکو رايو څخه دناپاکو رايو دجلا کولواو هم دتقلب کارانو او دهغو کسانو دمحاکمې غوښتنه وکړه چې ددوى په خبره  دجمهوري رياست دويم پړاو انتخابات يې مهندسي کړي دي.
دمظاهرو برخه وال ادعاکوي چې دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې نږدې دوه مليونه او پنځه سوه زره راي په تقلبي  ډول دتحول او تداوم دټيم په ګټه دراى اچولو په صندقونو  کې اچولي دي خو دتخول او تداوم د ټيم غړي ټينګار کوي چې دانتخاباتو په دې  پړاوکې دغه ټيم په هيواد کې دخلکو ډيرې زياتې  رايې ګټلي دي او دوى دتحول او تداوم دټيم په نسبت په دغه بهير کې  هر راز تقلب ردوي .
داصلاحاتو اوهمغږي دټيم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله دخپلو سلګونو تنو ملاتو ترمنځ چې دکابل ښار دپيښتونستان په څلور لارې کې راټول شوي و خبرې وکړې او دافغانستان له دولت او له انتخاباتي  کميسيونونو څخه يې وغوښتل هغه تقلبونه چې ددغو انتخاباتو په بهير کې  شوي دي وڅيړي  او په دې لاره کې يې دملګروملتو دسازمان دهمکارۍ غوښتنه هم وکړه .
ډاکتر عبدالله خبر دارى ورکړ، تر هغه وخته پورې چې داصلاحاتو اوهمغږي  دټيم غوښتنې ترسره نه شي دانتخاباتو له خپلواکو کميسيونونو سره به خپله همکاري بيا پيل نه کړي .
ده ټينګار وکړ چې دخپلو پلويانو دټولو رايو دفاع به وکړي . خو له ستونزو سره دانتخاباتو  دبهير مخامخ کيدو، خلکو له اقتصادي  تنګسيا  او ستونزو سره مخامخ کړي دي. له يوې خوا په هيواد  کې وزګارتيا  زور اخستى دى او له بلې خوا هم دهيواد په بازارونوکې دلومړنيو اړتياو توکو بيې په داسې حال کې چې دروژې مبارکه مياشت  راروانه ده ډيرې لوړې شوي دي .
خلک دراتلوونکي په نسبت انديښمن دي او دچارو له مسوولينو څخه غواړي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دانتخاباتو دنتيجو دلارې  پرسر پراته خنډونه لرې کړي چې دهيواد نوى جمهور رييس په کار پيل وکړي او هغه څه يې چې دانتخاباتي مبارزو په بهير کې له خلکو سره  ژمنه کړې ده عمل وکړي، او دخلکو دژوندانه بهير عادي بڼه غوره کړي اوخلک دخپلې راتلوونکې په نسبت بيا باور پيداکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته