
کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د چاپيریال ساتنې د څارنې پلاوي یوه اندازه تېراو بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دغو توکو کې نوشابې، خوراکي توکي او طبي توکي شامل دي چې د کابل ښار له بېلابېلوسیمې څخه راټول او د موظف پلاوی په شتون له منځه یوړل شول.
د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې یوه مسوول د ښاریانو د روغتیا او سلامتۍ په اړه وویل، د کابل ښاروالۍ د چاپیریال د معیاري روغتیا ساتنې د مراعتولو د کنترول او د څرنګوالي په څارنې سربېره تل د خوراکي توکو، نوشابې او د طبي وسایلو تاریخ څېړي چې د ښاریانو روغتیا او سلامتي خوندي شي.
هغه هیله وکړه چې ښاریان هم د خوراکي توکو او طبي وسایلو د پېرودنې په وخت کې تاریخ او کیفیت ته پاملرنه وکړي.
ع