امنیت

په هلمند کې دطالبانو دنفوذ دمخنيوي لپاره تدبيرونه ونيول شول .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دهلمند دوالي ويندوى  وايي چې د دغه ولايت په شمالي ولايتونو کې د طالبانو دنفوذ د مخنيوي لپاره دخاصو تدبيرونو د نيولو کار پيل شوى دى .
دبريتانيا د وسله وال پوځ لوى درستيز  پرون دبريتانيا يوې ورځپانې ته ويلي دي چې له هلمند ولايت څخه د بريتانوي پوځيانو له وتلو وروسته ښايي  جګړه مار طالبان هغه سيمې چې بريتانوي پوځيانو دهغوي له منګولو څخه آزادې کړي دي بيرته  ونيسي.
خو دهلمند دوالي ويندوى عمر ځواک باختر آژانس ته وويل : چې دوي دطالبانوله شتون څخه د دغه ولايت دشمال دولسواليو دپاکولو لپاره خاص پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي .
بريتانيا په افغانستان کې څه د پاسه لس زره تنه  پوځيان لرل خو يو شمير يې  له زماني جدول سره سم له افغانستان څخه وتلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته