خبرونهامنیت

په کابل کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي راټول او شنډ شول

 کابل، زمري۲۵مه، باختر

د کابل امنیتي چارواکو یوه زياته اندازه چاودېدونکو توکو د راټولولو او شنډولو خبر ورکړ.

د کابل د امنیې قومندانۍ د ترویزم مديریت د ډایاک مسول مولوي عبدالجليل وايي چې په راټول شویو چاودېدونکو توکو کې له پخوا څخه پاتي شوي د سړک غاړي او چسپکي ماینونه، لاسي بمونه، بېلا بېل ډوله د غټو وسلو ګولۍ او نور شیان شامل دي.

د نوموړي په وینا دغه توکي د امنیه قومندانۍ د انجنیرۍ د ټیم له لوري د کابل ښار له اړونده سیمو څخه راټول شوي وو.

د مولوي عبدالجلیل په وینا یاد توکي يې یوې همکارې موسسې ته د شنډولو په موخه سپارلي وو او د نوموړې موسسې د کارکوونکو له لوري شنډ شول.

د نوموړي په خبره دوښمنان يې په دې ډول شیانو زیان نشي اړولي او له هغوی نه يې غوښتنه وکړه، چې له ورانکارو فعالیتونو لاس واخلي او د افغانستان خلک ارام ژوند کولو ته پرېږدي.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا