سیاست

قضاوتپوه بهاءالدين بها د کابل ولايت د استيناف محکمې د رييسانو او قاضيانو په سراسري غونډه کې ګډون وکړ

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د سترې محکمې د عالي شورا غړى او د عمومي جزا د ديوان رييس قضاوتپوه بهاءالدين بها نن له غرمې مخکې دکابل ولايت د استيناف محکمو د رييسانو او قضايانو په سراسري غونډه کې ګډون وکړ.
دسترې محکمې د خپرونو رياست باخترآ ژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه چې د تقوا او پاک نفسى، په صادقانه ډول د دندو د اجرا کولو، له انحراف پرته د اداري او قضايي لايحو او مقرراتو د رعايتولو او تطبيق ، د قضيو د څيړنې د بهير دګړندي کولو، د وظيفوي سلوک د رعايتولو، د قضايي شفافيت او نزاهت د تامينولو په لاره کې د اهتمام او د قانون د حکمونو د هر راز منافي عمل د مخنيوي په باب د سترې محکمې دعالي شورا دروان کال دثور دمياشتې د دويمې
نيټې د مصوبې د څرګندولو او بيانولو په مقصد جوړه شوې وه؛ لومړى دکلام الله  مجيدڅو مبارک آيتونه ولوستل شول او وروسته قضاوتپوه بهاءالدين بها رييسانو، قاضيانو اوقضايي منسوبينو ته په خطاب کې دمفصلو خبرو په ترڅ  کې داسې وويل :
قضاوت د پيغمبرانو (عليهم السلام)  د دندو له جملې څخه دى چې اوس د قاضيانو له خوا مداومت کيږي ، د خلکو د حقوقو احقاق او په باطل څخه د حق تميز د دې موجب شوى دى چې قضا په ټولنه کې ځانګړى مقام ترلاسه کړي او پريکړې يې د نزاع د بنديدو او د دعواوو د حل او فصل موجب شي چې په همدې دليل قاضيان د خپلوحقوقو او امتيازونو په لحاظ د اساسي قانون او د سترې محکمې د عالي شورا  د عنايت وړ دي.
خو بايد په دې پوه شو چې  د قاضي د علم او په قضايي او قانوني علوموکې دهغه
د احاطې ترڅنګ چې د هغه پربنسټ په قضاوت لاس پورې کوي؛ د قاضي ظاهرهم
د هغه دشخصيت او پرستيژڅرګندوى دى او په همدې اساس و چې د سترې محکمې عالي شورا د هغه څه په باب د مصوبې په صادرولو سره چې د يو قاضي د ظاهري شخصيت پرتکوين باندې اغيزه کوي او دده داعتبار دزياتوالي سبب کيږي، خبرې وکړې او له ټولو قاضيانو څخه يې وغوښتل چې د هغو په نسبت انهماک وکړي  او د قاضي دندې او رسالت ته د ظاهر او باطن له پلوه انډول ورکړي چې له شک پرته د عالي شورا دغه استشاره د ټولو قاضيانو د تاوده هرکلي وړ گرځي او تر کومه ځايه پورې چې دمحکمو رپوټونه څرګندوي دهغو په ملاتړ په مرکز او ولايتونوکې هم  غونډې جوړې شوې دي.
بهاءالدين بها دغه راز زياته کړه: قضاوت مقدسه  دنده  ده، څومره ښه ده چې يو قاضي  د مسلکي اوقانوني فهم په پراختيا سره په عادلانه اوبيطرفانه ډول دقضايي حکمونوپه صادرولو لاس پورې کړي او په سمبال ظاهر سره د قضايي نظام د وياړ سبب وي.
قاضيان بايد په دې پوه چې سم قضاوت له شک پرته دټولنې په امنيت اوثبات جدي اومستقيمه اغيزه لري او کله چې خلک له قضايي عدالت څخه ډاډمن  واوسي؛  طبيعي ده چې ټولنه د ترقۍ اوپرمختګ تګوري ته برابري او هغه وخت دى چې  موږکولاى شو د خلکو د حقوقو د احقاق، دعدالت د تامينولو او د قانونيت د ټينګښت اساسي مدعيان  و اوسوو.
وروسته د کابل د استيناف محکمې رييس قضاوتمل صديق الله حقيق د اړوندو  محکمو د قاضيانو په استازيتوب خبرې وکړې او د قضايانو په واسطه د عالي شورا  د مصوبې د بشپړ تحقق په نسبت ژمنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې هر قاضي به   په مصوبه کې ليکل شوي اړخونه په خپل شخصي او کاري ژوندانه کې تطبيق کړي
اوپه دې نسبت به ژمن و اوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته