امنیت

په فراه کې چاڼيز عمليات په برياليتوب سره ترسره شول

کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
دطالبانو له شتون څخه دقلعه کاه ولسوالۍ دپاکولو عمليات په برياليتوب سره ترسره شول  او دغه عمليات به ددښمن دځالو ترله منځه وړلو پورې دوام ولري .
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل: دغه عمليات دځمکې اوهوا له لارې  دناتو قوتونو په همکارۍ ترسره شول.
  ددښمن دمعاصرې په ماتيدو او دپوځيانو په ژغورنې  برسيره ، په لسګونو وسله والو طالبان ووژل شول.
دفراه دولايتي شوراسرپرست شاه محمود  نعيمي هم ددغه خبر په تاييدولو سره وويل چې، په دغو عملياتو کې  يوشمېر وسله وال طالبان ووژل شول  خو دقيق شمېر يې نه دى څرګند شوى
هغه وويل چې له دوه مياشتې راپديخوا په دغې ولسوالۍ کې پوځيان په معاصره کې وو او دهغوى داړتيا وړ توکي دهوا له لارې  تامينېدل  اوس سيمه پاکه شوې ده او داکمالاتو لپاره لاره پرانستې ده
هغه وويل چې عمليات به په سيمه کې دطالبانو له شتون څخه تربشپړ پاکولو پورې دوام ولري .
  ختم_عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته