خبرونهامنیت

په کابل کې ۱۲ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د تلې ۹مه، باختر

د کابل امنيتي چارواکو په بېلا بېلو سیمو کې د جنايي جرمونو په تور د ۱۲ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل د امینې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیر عبدالله عزیزي وايي، چې دغه کسان يې د ښار اړوند د ۷مې، ۸ مې، ۹مې، ۱۰مې، ۱۲مې، ۱۶مې امنیتې حوزو او میر بچه کوټ ولسوالۍ په اړونده سیمو کې د یو لړ چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

عزیزي همدارنګه وویل، چې د یادو چاڼیزو عملیاتو پر مهال  ۳۲ کیلو ګرامه چرس، ۲۱۰۰ ټابليټ کا، ۳ عرادې موټرونه، ۴۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې او ۲۳۰ زره افغانۍ هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

سرچینې زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسیې بشپړې شوي او د نورو اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

هېره دې نه وي، چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم په پلازمېنه کابل کې لسګونه کسان د غلاوو، تښتونو او نورو جنايي جرمونو په تور نیولي له څېړنو وروسته یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا