سیاست

جمهور رييس غني: د هيواد ادارې بايد له انحصار څخه ووځي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ملي شوراکې د هيواد د څلورو شمالي ولايتونو له استازو سره وکتل.
د جمهوريت رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه؛ د بلخ ، سرپل ،  جوزجان او د فارياب د ولايتونو يو شمېر وکيلانو، د نورو په استازيتوب په بېلابېلو برخو په تېره بيا د امنيتي حالت ، د سړکونو د جوړولو، د امنيتي ځواکونو د زياتوالي، په سيمه ييزو اداروکې بنسټيزو بدلونونو ته د پاملرنې، روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسى، د پوهنې د حالت د ښه والي، له اداري فساد سره د مبارزې، د ښه حکومتوالۍ، د آمو د سيند د غاړو د ټينګښت د قراردادونو د اصلاح، د څښاک اوبو ته د لاسرى، د بنسټيزو پروژو د بشپړولو، د جوزجان د هوايي ډګر د ترميمولو، د ملي پيوستون په پروګرام د نوى نظر او د اوبو بندونو ته د پاملرنې په برخوکې د خپلو ولايتونو غوښتنې طرحې کړې .
د هيواد جمهور رييس د دغو وکيلانو د غوښتنو او وړانديزونو له آوريدو وروسته وويل چې د دولت د رييس په ټوګه زما رول دا دى چې د هيواد د درې ګونو قواوو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي. ځکه د دغو درېو قواوو ترمنځ تضاد په هيڅ صورت د هيواد په ګټه نه دى.
محمد اشرف غني په نړيوالو مرستو د افغانستان تړلتياته په اشارې سره وويل: هيڅ هيواد نه شي کولاى د بهرنيو پيسو او مرستو سره په خپلو پښو ودريږي.
ده هيله څرګنده کړه چې افغانستان وکولاى شي تر راتلوونکو پنځو کلونوکې د يو پياوړى اقتصادي نظام بنسټ کيږدي.
د هيواد جمهور رييس له فساد سره د مبارزې په باب وويل چې د هيواد ادارې بايد له انحصار څخه ووځي؛ ځکه دغه ستونزه د هيواد په ټولو ولايتونو کې محسوسه ده .
جمهور رييس دې ته په پاملرنې سره چې په يو ولايت کې حالت په بل ولايت اغيزه لري؛ وويل چې بايد ستونزې له جرړوڅخه حل کړو.
محمد اشرف غني د هيواد د بنسټيزو پروژو په باب وويل چې تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې به ملي بنسټيز پلان بشپړ شي او په دې ترتيب په هيوادکې د انډوليزې پرمختيا د تحقق زمينه برابريږي.
جمهور رييس غني په ټينګار سره وويل: تر هغه وخته پورې چې د دولت او خصوصي برخې مشارکت په تېره بيا د بريښنا انرژۍ په برخه کې رامنځته نه شي؛ موږ به د بدلون شاهد نه اوسو.
ده څرګنده کړه چې افغانستان بايد خپل بشري ظرفيت تشخيص کړي او له خپلې ادارې څخه يو څرګند تصوير ولري.
د کتنې په پاى کې جمهور رييس څرګنده کړه چې د دوى نورې ستونزې به هم وڅيړلې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته