سیاستTOP

متقي: له ایراني چارواکو سره خبرې به ښې پایلې ولري

کابل / د مرغومې ۱۹ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متق وايي چې په ایران کې یې د دغه هېواد د بېلابېلو برخو له مسوولینو سره کتلي.

دغه پلاوی چې مشري یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي کوي پرون ایران ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وايي چې له ایراني چاروکو سره یې پر سوداګرۍ، نفتي موادو، ټرانزیټ، سیاست، اوسني وضعیت او پر امنیتي موضوعاتو خبرې کړې چې ښې پایلې به ولري.

متقي وايي: اسلامي امارت د سیمې له هېوادنو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. په وینا یې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې متوازن سیاست ولري او کړنې یې د چا پر ضد او یا ګټه تعبیر نه شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته