
کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د خوړو او درملو ملي ادارې نن ۲۱۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د کابل بګرامیو ولسوالۍ په ګزک سیمه کې وسوځول.
د یادې ادارې رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د دغو توکو د سوځولو پرمهال له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چې بې کیفیته او د ملي او نړیوالو معیارونو خلاف توکي هېواد ته را وارد نه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د خوړو او درملو ملي اداره د هېوادوالو د سالمې روغتیا په موخه شپه ورځ هڅه کوي، چې تاریخ تېر بې کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه یوسي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي را ټول او له منځه وړي وو.
افغانمل