سیاست

د افغانستان او ترکیې ترمنځ تاریخي او سیاسي اړیکې هدفمند پړاو ته داخلیږي

کابلباختر د کب د مياشتې  ٨ نيټه 
د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته د ملي امنیت شورا دفتر په تالار کې، د ترکیې د پوهنې له وزیر ښاغلي ایصمیت ایلداز او ملګري پلاوی سره یې د افغانستان او ترکیې پر دوه اړخیزو سیاسي، تاریخي او ډیپلوماتیکو اړیکو خبرې وکړې.
دملي امنيت شورا مطبوعاتي دفترباخترآزانس ته خبرورکړ.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر راغلي پلاوی ته له تاوده هرکلي وروسته، ترکیه د افغانستان تاریخي دوست او ورور هېواد و باله او په وروستیو کې یې له افغانستان سره د دغه هېواد له څو اړخیزو همکاریوڅخه مننه وکړه.
اتمر د ترکیې له لوړ پوړي پلاوي څخه د ناټو هېوادونو په چوکاټ کې له پوځي همکاریو او د دې ترڅنګ په سیاسی، اقتصادي او پراختیايي برخو کې د نوموړي هېواد د خلکو له همکاریو څخه قدرداني وکړه.
اتمر د افغان – ترک ښوونځیو په برخه کې وروستي پرمختګونه وستایل او دغه ښوونځي یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او وروګلوۍ نښه و بلله.
اتمر زیاته کړه، چې د ترکیې د خلکو تعلیمي او علمي همکارۍ به د دواړو هېوادونو د ملتونو دوامدارې اړیکې او ښه احساسات ژوندي و ساتي.
د ترکیې د پوهنې وزیر ښاغلي ایصمیت ایلداز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اوږد مهالو تاریخي او سیاسي اړیکو خبرې وکړې او دا اړیکې یې نه هیریدونکي و بللې. ښاغلي ایلداز زیاته کړه، چې د ترکیې دولت او خلک د افغانستان د پوهنې دښه والې له پاره له شاوخوا سلو کلونو را پدیخوا همکاري کوي او د دې لړۍ د دوام او پراختیا ژمنه یې وکړه.
ښاغلي ایلداز وویل، چې د افغان – ترک ښوونځیو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي پرمختګونه مثبت ګام دی او زیاته یې کړه، چې له دې سره به د افغان – ترک ښوونځیو درسي کیفت خورا لوړ شي، ده همدارنګه د زده کوونکو له پاره په افغانستان او ترکیه کې د خاصو سکالرشیپونو او د دې ترڅنګ د شهیدانو د کورنیو د غړو د روزنې په موخه د ځانګړو تعلیمي همکاريو خبر ورکړ.پاى- ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته